Тарифы до −50% до 30.11
Аналитика Telegram-канала
Подписчики
4 969
Охват за 24 ч
20
ER за 24 ч
0,40%
Публикаций
895

Динамика подписчиков

7 дней 30 дней 6 месяцев Больше
22 ноя25 ноя28 ноя
Показаны последние 7 дней Больше истории →

Охваты публикаций

31.1015.1120.1120.1124.1125.11
6
Средний охват
17
Лучший результат
Показаны 6 публикаций — последние в канале Больше статистики →

Упоминания

7 815
Упоминаний
2 786
Из них репостов
413
Каналов
Все упоминания

Последние посты

3 из 895 2 из 895
📜نوی درس. 🖋موضوع : استادانو ته د علم الکتاب او علم الحديد په اړه وينا. 🎤 غږ : مولوي عبدالهادی مجاهد 🕰 وخت: 1:01:44 دقیقه 🌍  خپرونکي : فکري درسونه. زموږ د ټیلګرام چینل هم فالو کړئ. https://t.me/fikree_darsona2
ещё
2 0 25 ноя, 07:59
شیخ دوکتور عبدالله عزام څوک و؟ ض. حمزه عبد الله یوسف عزام په ۱۹۴۱م کې د فلسطین، لودېځې غاړې په سيلة الحارثية کلي کې په یوه دینداره، کروندګره کورنۍ کې زیږېدلی دی. ابتدایي او منځنۍ زده کړې یې په خپل کلي کې ترسره کړې، ثانوي زده کړې یې د طولکرم په انستیوت کې ترسره کړې، د لوړو زده کړو لپاره د سوریې هېواد د دمشق پوهنتون ته لاړ او په ۱۹۶۶م کې ترې فارغ شو، له هغه وروسته یې د اصول فقه په مضمون کې د ماسټرۍ سند په ۱۹۶۹م کې او د دوکتورا سند په ۱۹۷۳م کې د مصر له الأزهر پوهنتون څخه ترلاسه کړ. له فکري او سیاسي پلوه؛ د خپل استاد شفیق اسعد په توسط د اخوان المسلین له ډلې سره یو ځای او د هغوی د مخکښو ویاندویانو او مشرانو له جملې وګرځېد. کله چې لودیځه غاړه د اردن تر واک لاندې وه، شیخ عزام لومړی د لودیځې غاړې په لیسه کې ښوونکی و، کله یې چې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ، د اوقافو وزارت د رسنیو برخې مسؤل شو او وروسته یې لس کاله د اردن په پوهنتون کې تدریس وکړ؛ په ۱۹۸۱م کې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد ته راغی او په نړیوال اسلامي پوهنتون کې یې دنده پيل کړه. جهادي فعالیت یې له هغه وخت را هیسې پیل کړ چې په فلسطین کې د عربو او صهیونستي اشغالګر رژیم تر منځ جګړې پیل شوې، عزام د فتح غورځنګ تر نظارت لاندې مقاومت کوونکو ځوانانو ته روزنیز کمپونه جوړ کړل او ځوانان به یې پکې روزل، په پوهنتون کې یې هم د صهیونستي رژیم په ضد ځوانان هڅول او د ده د حماسي ویناوو له کبله ډېری ځوانان د مقاومت لیکو ته جلب شول. عزام د جومات او پوهنتون تر منځ بشپړ فعالیت درلود، تر دې چې په لومړي فلسطیني پاڅون کې یې فعاله ونډه درلوده او هغه ځوانان چې ده روزلي وو، وروسته د حماس د پوځي څانګې کتائب القسام فعال او مخکښ غړي شول. شهید عزام له اردن وروسته د سعودي عربستان پوهنتون ته لاړ او له هغه ځای اسلام آباد ته راغی؛ عزام په داسې حال کې اسلام آباد ته ورسېد چې په یو اسلامي هېواد «افغانستان» شوروي اتحاد یرغل کړی و او زرګونه خلک یې کډوالۍ او هجرت اړ کړي وو. عزام د هغه وخت د اتحاد ګوند سره یو ځای شو او په پېښور کې یې د عرب ځوانانو د جذب دفتر پرانیست، هغه، افغانستان ته د نړیوالو د پام اړولو لپاره ګڼ شمېر سفرونه پیل کړل تر څو د افغانستان مسله نړیواله کړي او د اسلامي هېوادنو په ګډون یې ډېرو غیر اسلامي هېوادونو ته هم سفرونه وکړل. عزام د خپلو هڅو په پایله کې ډېر ځوانان را جذب کړل؛ هغه ځوانان چې په جګړه کې مهارت درلود، د جهاد سنګرونو ته لیږل، کوم ځوانان چې د جګړې کولو جوګه نه وو، هغوی یې د مرستو په راټولو او رسنیز کارونو بوختول. د ۱۹۸۴م کال د اوړي په موسم کې عبدالله عزام له اسامه بن لادن سره ولیدل، د دوی ملګرتیا ډېره ټینګه شوه، تر دې چې د کال تر پایه دوی دواړو د افغان مجاهدینو د تمویل یو دفتر پرانیست چې مالي ملاتړ یې د اسامه بن لادن په غاړه و؛ عزام به ویل چې موږ له دې دفتره د افغانستان دننه د ټولو جهادي ډلو همکاري کوو او د هغو په څېر نه یو چې کارونه یې تر پېښور او فرضي کرښې محدود وي. د ده رسنیز فعالیت ډېر مهم رول درلود؛ د الجهاد په نوم یې مجله خپروله، چې په هغه کې به د جهاد د سنګرونو، د مجاهدینو او مشرانو کیسې، د شهیدانو کرامتونه او د اشغالګرو وحشتونه خپرېدل. دوکتور عزام تقبله الله ګڼ شمېر کتابونه هم لیکلي وو چې ځینې د ( عقیده او د نسل په جوړلو کې یې اغیز، اسلام او د بشریت راتلونکی، د افغانستان په جهاد کې د رحمان نښې، د اوسنۍ زمانې د جهاد عبرتونه او لیدلوري، سنګر مو رابولي) په نوم دي. عزام د یو عرب په توګه، د هغو خدمتونو له وجې چې د افغانستان د جهاد لپاره یې کړي دي، «لومړی عربي افغان» هم ویل کېږي. کله چې شوروي اتحاد په افغانستان کې ماتې وخوړه نو د صهیو صلیبي استخباراتو وېره له هغو عرب مجاهدینو څخه وه چې په افغانستان کې جنګېدلي وو، ځکه دوی پوهېدل چې دا مجاهدین به خامخا فلسطین ته ځي او د صهیونستي رژیم په وړاندې به داسې مبارزه کوي لکه د شوري اتحاد په وړاندې، له همدې کبله دوی هڅه وکړه چې د مجاهدینو رهبران له منځه یوسي، شهید عبدالله عزام هم د هغو عرب جهادي مشرانو له جملې څخه و چې دوی ډېر مطلوب و او د ده د له منځه وړلو لپاره یې ډېرې هڅې وکړې. بالأخره د ۱۹۸۹م د نوومبر په ۲۴ مه د جمعې لمانځه ته په لار شهید دوکتور عبدالله عزام له دوو زامنو سره یو ځای د پاکستان په پېښور ښار کې د ځای پر ځای شوي ماین له کبله په شهادت ورسېد، تقبله الله
ещё
4 0 1 24 ноя, 22:28
عز الدین القسام څوک و؟ ض. حمزه محمد عزالدین د عبد القادر زوی؛ په ۱۸۸۲م کې د سوریې په لاذقیة کې پیدا شوی دی. کورنۍ یې د علم او تصوف په ګاڼه سمباله او د پلرونو د خلافت سلسله یې مشهور عبد القادر جیلاني رحمه الله ته رسیږي. لومړنۍ دیني زده کړې یې په خپل کلي کې ترسره کړې او د قرآن کریم له حفظ کولو وروسته یې پلار ازهر جامعې ته ولېږه. په ازهر کې اته کاله زده کړې ترسره کړې او په دې موده کې د خپلو ملګرو په منځ کې د یو منل شوي کس په توګه پېژندل کېده. خپل کلي ته له را ګرځېدو سره سم یې دعوت پیل کړ، د ورځې به یې ماشومان او د شپې لخوا به یې لویان روزل. په ۱۹۱۱ کې، کله چې سوریه د فرانسویانو لخوا استعمار شوه، عز الدین القسام یې په وړاندې غږ پورته کړ او خلک یې مسلح جهاد ته راوبلل. په ۱۹۱۳م کې یې د ابراهیم بن ادهم په نوم مدرسه جوړه کړه او د المنصوري په نوم جامع جومات کې د جمعې خطیب شو؛ هغه د خپلو حماسي او ویښوونکو ویناوو له کبله ډېر مشهور شو. القسام د فرانسوي استعمار په ضد له وسلوال مقاومت پرته په بل څه باور نه درلود، همدا وجه وه چې د ځوانانو د را جلبولو او منظم کولو کار یې پیل او وسلواله مبارزه یې پيل کړه. اشغالګرو هڅه کوله چې نوموړی د پیسو او مادیاتو له لارې خپل کړي خو ونه توانېدل، وروسته د لاذقیې نظامي محکمې په القسام او ملګرو یې د اعدام پرېکړه وکړه او د دوی د نیولو لپاره یې پراخ عملیات پيل کړل. القسام د ۱۹۲۱ کال په پای یا د ۱۹۲۲ م کال په فبروري کې د فلسطین حیفا ښار ته ورسېد؛ هلته یې په جامع النصر کې تدریس پیل کړ، القسام له همدې ځایه مبارزه پیل کړه، لومړی یې بې وزله او بزګرانو خلکو ته دعوت پیل کړ او پراخه نفوذ یې پکې تر لاسه کړ، وروسته یې په پټه توګه مسلحانه جهاد پيل کړ. القسام د نجات لار دا ګڼله: "د الله کتاب په یوه لاس کې او توپک په بل لاس کې!" عزالدین القسام د اخوان القسام په نوم یوه پټه ټولنه جوړه کړه، چې تر ټولو خطرناکه او جهادي ټولنه بلل کېده، دا ټولنه د جهادي سازمان په نوم هم یادېده چې شعار یې (إنّه لجهادْ نصرٌ أو استشهادْ) و. القسام خپل جهادي سازمان په پنځو څانګو ووېشه: . د وسلو اخیستلو څانګه . د نظامي روزنې څانګه . د استخباراتو او جاسوسۍ څانګه .د دعوت څانګه .د بهرنیو اړیکو څانګه په ۱۹۳۵ م کال کې ځینې پېښې وشوې، چې د انګرېزانو پر ضد یې د خلکو کرکه زیاته کړه، په همدې کال فلسطین ته ۶۰۰۰۰ یهود راوستل شوي وو، د همدې کال د اکتوبر پر ۱۶مه ډېرې وسلې چې صهیونیستي یهودو ته قاچاق کېدې، د یافا په بندر کې کشف شوې. عزالدین القسام فیصله وکړه، چې جهاد اعلان کړي او وسلوال پاڅون پیل کړي، د اخوان القسام ۲۰۰ منظم مجاهدین وو، چې د ۸۰۰ نورو پلویانو سرپرستي یې کوله. عزالدین القسام پرېکړه وکړه، چې قیام له غرنیو سیمو وکړي؛ د ۱۹۳۵ م کال د نومبر پر ۱۲مه شپه یې وروستۍ غونډه د حيفا په ښار کې چې د قیام مرکز و، د محمود سالم مخزومي په کور کې وکړه؛ قسام خپل کور خرڅ کړ او ملګرو یې د خپلو مېرمنو ګاڼې خرڅې کړې، په هغه پیسو یې ټوپکونه او مرمۍ واخیستل او دوی د یعبد غرونو ته لاړل. له څو کلنې مبارزې او جهاد وروسته  د ۱۹۳۵ م د نومبر پر ۲۰مه عزالدین القسام له څو ملګرو سره د بریتانوي ځواکونو له خوا محاصره او له څو ساعته مقاومت وروسته دا د اقصی د آزادۍ رمز او د مقاومت سمبول په شهادت ورسېد، تقبله الله. له عزالدین القسام سره دوه نور ملګري هر یو «زیباوي» فلسطینی و او «محمد حنفي احمد» مصری و؛ سوری، مصری او فلسطینی د فلسطین د آزادي لپاره خپلې وینې تویوي، تر څو د امت دا مشترکه خاوره له اشغال خلاصه کړي. عزالدین القسام شهید شو، خو په فلسطیني مقاومت کې یې نوی روح پو کړ، دې مبارکو وینو د فلسطیني مبارزې مسیر بدل کړ او د مؤمنانو په سینو کې یې د انتقام داسې اور بل کړ، چې تر قیامته به مړ نه شي؛ زرګونو خلکو یې په جنازه کې ګډون کړئ و، خو سیاسي مشرانو یې په جنازه کې ګډون ونه کړ او یوازې د اعلامیو په خپرولو سره یې خواخوږي څرګنده کړې وه. و إنّه لجهادْ نصرٌ أو استشهادْ
ещё
4 0 20 ноя, 19:31
Больше постов

Продолжить анализ этого канала

  • История роста подписчиков
  • Просмотры и охваты публикаций
  • Кто упоминает канал и кого упоминает он
  • Похожие каналы и подбор для рекламы
Открыть аналитику
Демо до 14 дней